راپور: خدېجه اشرفي
چارواکي وایي، د دولتي املاکو غصب ورته د زغملو وړ ندی او هیچاته به د دولتي ځمکو د غصب اجازه ورنکړي.
غزني مېشت هم د ځایې حکومت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي.
د غزني ښار لویدیځ ته پرته له خوګیاڼو ولسوالۍ سره پر پوله د نوآباد سیمه، چي پکښي د زورواکو او مافیایې کړیو لسګونه جریبه دولتی ځمکه غصب او له ولسوالیو او ځینو ګاونډیو ولایاتو څخه پر را کډه سوو کسانو پلورل سوی ده.
که څه هم د غزني والي دري میاشتي مخکي دغه سیمي ته راغلی او اړوند امنیتي حوزي ته یې د دغو ځمکو د غصب او پر د هستوګنیزو کورونو د مخنیوي امر کړی و، خو لیدل کیږي چي پر ګڼ کورونه رغول سوي دي.
د غزنی والي دا ځل له امنیه قومندان او د عدلیې ریاست له مسئولینو سره دغه سیمي ته راغلي او عملا یې پر غصب سوو ځمکو د رغول سوو کورونو پر نړولو پیل وکړ.
د غزني والي وایي، د دولتي ځمکو غصب ورته د زغم وړ ندی او هیچاته به د دولتي املاکو د غصب اجازه ورنکړي.
امنیه قومندان هم وایي، هیڅ کړۍ او شخص ته به د دولتي املاکو د غصب او پر د ودانیو د رغولو اجازه ورنکړي.
هاخوا د سیمي اوسیدونکي د ځایې حکومت له اقدام څخه هرکلی کوي او وایي، چارواکي باید د دولتي ځمکو د غصب په مخنیوي کي له جدیت څخه کار واخلي.
دوی هیله څرګندوي چي د چارواکو دغه اقدام به نمایشی نه وي .
د یادوني وړ ده چي د غزني والي مخکي تر دي د روان کال په لومړیو کي هم د غزني ښار شمال ته د شیخ عبدالسلام په تپو کي د کوچیانو لخوا پر دولتي ځمکو د یوه غیر قانوني ښارګوتي د رغولو مخنیوی وکړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون