راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د ولایتي پرمختیايې پلان جوړوني دلارښود سمينار پيل سو چي د مسٔوولینو په خبره د یاد سیمنار پر مهال به د ولایتي ستراتیژیک پلان جوړوني اصطلاحات، اوږد مهاله موخي، د ادارو استازو ته د پلان جوړوني په مهارتونو، لاروچارو او ورته نور مسایل مطرح کیږي.
د اقتصاد ریاست مسٔوولین وايي، چي د ولایتي ستراتیژیک پلان په جوړیدو سره به د کندهار ټولي اړتیاووي، غوښتني او نور اړخونه په ډاګه سي چي له مخي به یې افغان دولت او مرسته کوونکي ادارې وکولای سي تر څو اړین کارونه ترسره کړي.
د کندهار ولایت د اقتصاد ریٔس محمدرحیم رحیمي وايي، له یاد ورکشاپ وروسته به د ادارو استازي وتوانیږي چي د خیالي پلانونو پر ځاي مسلکي پلانونه جوړ کړي، تر څو دخلګو غوښتنو ته ځواب ویونکي وه اوسي.
دده په خبره دیادي پروسي له لاري توانیدلي چي د کندهار لپاره ۴۰ اساسي پروژي منظور کړي او په راتلونکی کال کي يې عملي کړي.
پر همدي مهال په یاد سمينار کي ګډون کوونکي د ادارو استازي وايي، چي د یاد پروګرام له لاري به وتوانیږي د خلګو د غوښتنو مطابق پلانونو جوړکړي او کندهاري ولس ته ډیري اسانتیاوي رامنځ ته کړي.
دوی وايي، د غیر منظم پلان له امله هر کال په کندهار کي په لسګونه پروژې نه تطبیق کیږي، چي له امله يې مرکزي ادارې یادي پروژې نورو ولایتونو ته ورکوي.
د کارپوهانو په وینا دولت ندی توانیدلی چي د ۱۶ کلونو په تیریدلو سره د بودیجي مصرفولو لپاره منظم پلان جوړ کړي او په هغه سیمه کي بودیجه استعمال کړي چي د خلګو غوښتنه وي.
کارپوهان د کره سرشمېرني نشتوالی د افغانستان د پرمختیايې پلان جوړوني خنډ دی
خو د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو داسي نه ښکاري چي په لنډ وخت کي دي سرشمېرنه ممکنه وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون