د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې رئیس نجیب امان نن رسنیو ته وویل، چی دغه کسان به د یادي قضیې په برخه کي همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه یو شمیر هغه کسان چي ګمان کیږي د دوي سره به د قضیې په تړاو همکاري وکړي، کشفي ارګانونو سره د اړینو معلوماتو د شریکولو په هدف تر ډیره د ملي امنیت ریاست ته انتقال سوي دي.
خو نوموړي د نیول سوو کسانو دقیق شمیر ونه ښودي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل د وسله والو طالبانو په برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۹ تنه وژل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون