د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دي ولایت د دولتي راډيو تلویزیون دوه خبریالان د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د نامعلومو وسله والو په برید کي ټپيان سوي او موټر چلوونکی يې وژل سوی دی.
د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي پرون رسنیو ته وویل، د ټپيانو روغتیايې وضعیت د ډاډ وړ دی او د درملني په هدف د جلال اباد مرکزي روغتون ته وړل سوي دي.
د دي پیښي مسؤلیت لا چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په دي ولایت کي له دي وړاندي د داعش وسله والو یو شمېر ژورنالستان په مرګ ګواښلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون