د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال عبدالناصر هدایت تیره ورځ یوې غونډي ته وویل، چي د تیرو درې ورځو عملیاتو په نتیجه کي چي تر ډیره پر دښمن هوایې بریدونه سوي، له پنځوس زیات وسلهوال مخالفین وژل سوي او په لسګونو نور ټپیان سوي دي. په داسي حال کي چي د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان په دي ولایت کي د دولت وسلهوالو مخالفینو د ځپلو خبره کوي.
د فراه د ولایتي شورا د یو شمېر غړو په ګډون د فراه ښار اوسیدونکي بیا رسنیو ته په دي اړه اندېښنه څرګنده کړي چي د جګړو لمن ورځ تر بلي د ښار څنډو ته را نژدې کېږي.
د ناامنیو په یوه وروستۍ پېښه کي وړمه ورځ د فراه ښار په یوه څنډه کي د دي ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر له خپلو دوو ملګرو سره ووژل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون