په غور کي د عدالت سیمیزي راډیو دفتر سوځول سوی

د یادي  راډیو مسؤل رسنیو ته وویلي، چي درې حمله کوونکو پرون یکشنبه  پر دفتر حمله وکړه، هغه ته یې د پټرولو په ذریعه اور واچاوه چي سټډیو او د نشراتو نور ټول وسایل یې پکښي وسوځیدل.

د هغه په وینا څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان ورته رسیدلی دی.

د راپور له مخي له دي یوه میاشت مخکي نامعلومو کسانو د راډیو سرحد په نوم د یوي بلې رسنۍ دفتر هم سوځولی و چي تراوسه یې خپرونې بندې دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...