د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل د وړمي ورځي په برید کي ۱۸ تنوته مرګ ژبله اوښتې ده

د دي مخکې د کورنیو چارو وزارت لخوا د وژل سوو شمیر پنځه تنه ښودلی سوی و.

د ځینو راپورونو له مخي په دغه برید کي چي مسؤلیت یې وسله‎والو طالبانو په غاړه اخیستی، له ۳۰ زیات کسان وژل سوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې اړه څېړنه پیل سوې چي دغه شپږ برید کوونکي چي ټول د پولیسو له‎ خوا ووژل سول، په څه ډول دغه هوټل ته ننوتي او وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي وو.

اکثره وژل سوي بهرنیان، د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت پیلوټان او نور کار کوونکي ښودل سوي دي.

د یوه بل خبر له مخي د اوکراین او قزاقستان حکومتونو په دغه برید کې د خپلو څو تنو اتباعو وژل کېدل تأیید کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاندي پائولو کلمیکین وویل، چي شپږ اوکراینیان په دغه برید کې وژل سوي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند انور ژاینکوف هم د خپل هیواد د یوه تبعه وژل کېدل تأیید کړي دی.

په عین حال کي د ونزوئلا د دوو پیلوټانو د وژل کیدو خبره هم د هغوی خپلو خپلوانو اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته کړي او ویلي یې دي چي نه پوهېږي چي د خپلو عزیزانو مړي په څه ډول له افغانستانه خپل هیواد ته ولېږدوي، ځکه ونزوئلا په کابل کي قونسلګري نه لري.

د دغو نهو اکرایني، قزاقستاني او ونزوئلايي وګړو په ګډون د ۱۴ بهرنیانو وژل کېدل، تر ټولو لوړ تلفات دي چي په افغانستان کي په یوې انفرادي حمله کي بهرنیانو ته رسیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...