د یادي راډیو مسؤل رسنیو ته وویلي، چي درې حمله کوونکو پرون یکشنبه پر دفتر حمله وکړه، هغه ته یې د پټرولو په ذریعه اور واچاوه چي سټډیو او د نشراتو نور ټول وسایل یې پکښي وسوځیدل.
د هغه په وینا څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان ورته رسیدلی دی.
د راپور له مخي له دي یوه میاشت مخکي نامعلومو کسانو د راډیو سرحد په نوم د یوي بلې رسنۍ دفتر هم سوځولی و چي تراوسه یې خپرونې بندې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون