راپور: جواد داوري
دوي وايي، د تیرو لسو کالو راهیسي د دولت په غوښتنه د کوکنارو د کښت مخنیوی يې کړي دی خو حکومت په مقابل کي له کرونده ګرو سره هیڅ راز مرسته نه ده کړي.
د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکي د پرمختيايې پروژو زياتوالي، د پوهني د بهير پياوړتيا، د روغتيايې خدماتو ډېرښت، د جګړو له کبله زيانمنو سوو کورنیو سره د مرستي او د اوبو زياتوالي په برخو کې يې خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.
دوی د هلمند والي او ټوله نظامي رهبري د ناوې ولسوالۍ د امنيت او د امنيتي ځواکونو د تشکيلاتو په هکله د اصلاحاتو راوستو او د يادو برخو ځواکمنیدو په اړه قوي اراده لري او ژر ده چې پدې اړوند به د ناوې ولسونه ښکاره بدلونونه وويني.
د اصلاحاتو په راوستو او د امنيت په خونديتوب کي د قومي مخورو، ديني عالمانو او ټولو ولسونو ونډه او همکاري اړينه وبلله.
د هلمند والي حیات الله حیات بیا د ناوي ولسوالي له اوسیدونکو غواړي چي د امنیتی چارو په ټینګښت کي ورسره مرسته وکړي.
په ناوې ولسوالي کي تردي مهاله پنځه حوزي د حکومت تر کنترول لاندي دي او په یوه حوزه کي یې وسله وال طالبان حاکم دي.
د هلمند والي حیات الله حیات، د دولتي ځمکو غصب پر مخنيوي ټينګار ترڅنګ د خرابې سيمو کې د ځمکو پر سر د ځينو کسانو لخوا ستونزې راپورته کیدو ته په اشارې سره يې وويل، پدي اړه مو ګډ پلاوی ټاکلی ترڅو دغه ستونزه د قانوني لارو چارو څخه هواره کړي.
هغه زياته کړه، په ناوې ولسوالۍ کې هيڅ ډول ناوړه لاس وهنه د منلو وړ نه ده او د هلمند نظامي شورا پدې اړه جدي کار کوي، څو مخنيوی يې وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون