راپور: اجمل وصال
د اروزګان روغتیایې مسٔوولین وایي، دلته د تیري څه مودي راهیسې ښکیلو خواو د عامو خلکو پرمخ لوي لاري تړل چي له امله یې روغتیایې مرکزونو ته پر وخت ناروغان نه لیږدول کیږي او د زیږون پرمهال د میندو د مړیني شمیر هم زیات سوی.
په روزګان ولایت کي د تیرو څه کم دوکلونو راهیسي څوځلي د ښکلیو خواو له خوا ترینکوټ ته تړلي لوی لاري د عامو خلکو پرمخ تړل سوي چي د روغتیایې مسٔوولینو په وینا دي چاري ددوی د ناروغانو د مړیني شمیر هم زیات کړی دی.
د روزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وایي، د مرکز ترینکوټ سره د یوشمیر ولسوالیو او لیرو پروتو سیمو لوی لاري په جګړه کي د ښکیلو خواو لخوا تړل سوي دي او زیات وخت ناروغان پر نور لارو د اوږد مزل وروسته ولایتي روغتون ته راوړل کیږي چي ډیری یې د لاري په اوږدو کي خپل ژوند د لاسه ورکوي.
توخی وایې، د همدي امله د زیږون پرمهال د میندو د مړیني شمیر هم زیات سوي.
د مرکز ترینکوټ قومي مشر ملک طاووس چي د ولایتي روغتون سره یې دیو شمیر طبي وسایلو په رانیولو کي هم مرسته کړي د ښکلیو خواو څخه غواړي چي د خلګو پرمخ لویې لارې ونه تړي.
دغه اوسیدونکي وایې، داچې ملکیان په هیڅ ښکلي خواو پوري تړلي نه دي نو باید تري د سپر په توګه کار وانخستل سي.
د لویو لارو بندښت، هوایې بریدونه، په کورونو او ځمکو کي د ماینونو ځاي پر ځاي کول او د جګړي پرمهال د سپر په توګه کار اخیستل هغه ستونزي دي چي د روزګان اوسیدونکو پر وړاندې شتون لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون