په هلمند کي د سره صلیب اداري په ۲۰۱۷ کال کي نهه سوه اته تنو ته پښې پیوند کړي دي

راپور: جواد داوري

هر کال لس ګونه کسان په هلمند کي د ماین د چاودنو او په بیلابیلو جګړیزو پیښو کي د خپل وجود غړي له لاسه ورکوي، دا کسان چي اکثره د ښخ سوو ماینوو چاودنو کي يې لاسونه او پښې د لاسه ورکړي، د سره صلیب ادارې ته مراجعه کوي، ترڅو هغوی ورته مصنوعي پښي پیوند کړي.

د سره صلیب په اورتوپيدي مرکز کي ماشومان ، ځوانان او سپین ږیري ، اوس مهال پر خپلو مصنوعي تازه پیوند سوو پښو تمرین کوي ، له دوی څخه د اکثرو يې دواړي پښي له لاسه ورکړي دي.

دا ناروغان وايي، د ماینونو او چاودنو له امله يي پښې پرې سوي دي، او دلته اورتوپيدي مرکز ته راغلي دي، ترڅو پښې يې ورغول سي او لکه د جوړ سړي بیا پر خپلو پښو تګ وکړي.

د اورتوپيدي مسٔول عصمت الله قاضي زاده وايي، د ۲۰۱۸ کال لپاره هم ګڼ شمېر داسي کسانو مراجعه کړې ، چي پښې يې پرې سوي او یا هم د پولیو او نورو ناروغیو له امله فلج سوي وي.

ده  وویل، د معلولینو په درد ښه پوهیږي ، ځکه دی وايي خپله هم معلول دی.  هغه وویل : دلته د پښو غالب جوړوي او تر پیوند وروسته ناروغ پر تمرین پیلوي، ترڅو په سمه توګه ورسره اشنا سي.

دی وايي، دلته راغلي کسان یوازي د هلمند نه دي بلکه د نورو ولایاتو څخه هم راځي.

په ۲۰۱۷کال کي دوی د نهه سوه اته کسانو ته پښې پیوند کړي دي.

د ویلو ده  چي، هلمند کي هر کال سلګونه کسان د ما ین په چاودنو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم داسي ټپيان کیږي چي د تل لپاره معلول وي، د دوی اکثره يې پښې له لاسه ورکوي، چي د سره صلیب اورتوپيدي مرکز ته د مصنوعي پښو جوړوني لپاره مراجعه کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...