راپور: سید حمید هاشمي
د یاد کمیسیون غړو د ښار د دیارلسمي حوزې له اوسیدونکو سره وکتل او له هغوی څخه يې وغوښتل چي د پولیسو سره همکاري وکړي، او خپلي ستونزو ورسره شریکي کړي.
بلخوا عام خلک دغه ډول ناستي د سیمي د امنیت لپاره یو ښه اقدام بولي.
د کندهار امنیه قومندانۍ او ولایتي شورا لخوا جوړ سوي کمیسون د ښار په دیارلسمه حوزه کي د سیمي له اوسیدونکو سره مخامخ ولیدل او دهغوی غوښتني يې واوریدي.
ددغه کمیسیون مشر او د ولایتي شورا غړي عطالله عطا وویل، چي دوی د پنځو حوزو له اوسیدونکو سره کتلي او د هغوی امینتي او نوري ستونزي يې اوریدلي دي.
دغه راز هغه وویل هڅه کوي چي د سیمي د خلکو او پولیسو تر منځ همږغي رامنځته کړي او دهغوی غوښتني او ستونزي د له امنیتي چارواکو سره شریکي کړي.
خو د دیارلسمي حوزي اوسیدونکو او قومي سپین ږیرو وویل، چي د پخوا په پرتله يې د پولیسو سره همږغي زیاته سوي او د دوی په سیمه کي امینتي ستونزي کمي سوي دي.
دغه راز دوی د پولیسو څخه وغوښتل چي د خلکو سره خپل چلند نور هم ښه کړي د امینتي پیښو پر مهال له دوی سره همکاري وکړي.
وروسته د دیارلسمي حوزي امر جلیل خان ته د امنیه قومندانۍ او د سیمي د قومي سپین ږیرو لخوا د هغه د ښه کار او خلکو د سره ښه همکاري له کبله ستاینلیک ورکول سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون