د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کي مسؤلین د امنیت ډاډ ورکوي

راپور: نثار احمد څپاند
د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ مسٔوولین وايي، د عامو خلکو سره د ښو اړیکو او همږغۍ له امله توانیدلي چي ښه امنیت تامین کړی او د مخالفینو د فعالیتونو مخه ونیسي خو په عین وخت کي پر دولت ږغ کوي چي باید د بیار غوني د پروژو د زیاتوالي په اړه له دوی سره مرسته وکړي.
د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ چي د کابل کندهار مهمه تجارتي او د تګ راتګ لاره ورڅخه تیریږي څو کاله وړاندي د مخالفینو فعالیتونه پکښي ډير و خو اوس چارواکي وايي، چي امنیتي ساحه یې پراخه کړي ده.
د دي ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد درانی وايي، د افغان دولت لپاره امنیت لومړیتوب لري ځکه نو دوي په تیرو کلونو کي هڅه وکړه چي دي برخي ته پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي وویل، که څه هم دغه ولسوالۍ خورا مهم موقعیت لري خو دوي توانیدلي چي د ولس په مرسته د کابل کندهار د لويي لاري تر څنګ ۹۰ سلنه سیمه امنیت کړي او د بدو پيښو مخه ونیسي.
ولسوال عبدالصمد دراني وویل، چي د بې روزګاري، وچکالۍ او نورو ستونزو له امله ددي ولسوالۍ د اوسیدونکو اقتصادي حالت خراب دی او باید چي ورته پاملرنه وسي.
د ده په خبره د نا امنۍ عمده علت خراب اقتصاي حالت او بي روزګاري ده او که دا نه وي خلګ مجبوره کیږي چي جرمې او ترهګریز فعالیتونه وکړي.
ولسوال وايي، د ولسی تړون د پروګرام له لاري توانیدلي چي په دغه ولسوالۍ کي لسګونه پروژي منظوري کړي چې ژره به یې د عملي کیدو کار پیل سي خو د ده په خبره کفایت نه کوی او دولت باید لازیاته پاملرنه وکړي.
د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ مسٔوولین په داسی حال کي د ښه امنیت د خلګو سره د پراخي همکارۍ او همږغۍ د رامنځ ته کیدو په اړه خبر ورکوي چي په روان کال کي په دغه ولسوالۍ کي د افغان هوايې ځواک له خوا د وسله والو مخالفینو پر یو شمیر مرکزونو او ډلو باندي بریدونه وسول چي په نتیجه کي یې د دوي ګڼ قومندان او جنګیالی ووژل سول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...