د مشرانو جرګي د یو شمیر غړو سره په کندهار ولایتي شورا کي ستونزي شریکي سولي

د مشرانو جرګې یو شمیر غړي چي کندهار ته په سفر راغلي وايي، چي د کندهار ستونزي به تر مرکزي اداري پوري ورسوي او د حل په موخه به یې هڅي کوي.

د کندهار د ولایتي شورا غړو د مشرانو جرګې د یو شمیر غړو سره په لیدنه کي د هغوی سره د برېښنا، پوهني، روغتیا، اوبو او ځینو نورو برخو کي د ستونزو په اړه معلومات شریک کړل.

د کندهار د ولایتي شورا رئيس وویل، په کندهار کي د پوهني، روغتیا او برېښنا په برخو کي جدي ستونزي موجودي دي چي باید په اړه به يې مرکزي اداره جدي ګامونه واخلي.

هغه وویل، د کندهار سره توپيریز چلند کیږي او دوی په وار وار دا ستونزي تر مرکزه پوري رسولي دي خو د حل په اړه یې خاص اقدام نه دی سوی.

د مشرانو جرګې غړو په دغه غونډه کي وویل، د کندهار له هري اداري څخه نظارت او د کارونو څارنه یې د ولایتي شورا حق دی او دوی باید د هري اداري د کمزوري فعالیت په اړه شکایت وکړي.

دوی وویل، د کندهار د برېښنا، پوهني او نورو برخو کي ستونزي به تر مرکزي ادارې پوري رسوي او د حل په موخه به یې هلي ځلي کوي.

د مشرانو جرګې غړو وویل، د کندهار د خلکو دا ستونزي به د مشرانو جرګې د تلویزیون له لاري په تکرار سره خپري سي تر څو تر مسولینو په ښه ډول ورسیږي.

د مشرانو جرګې دغه غړي چي ټول د نورو ولایتونو استازي دي او یوازي دوه تنه یې د کندهار دي پر داسي مهال کندهار ته سفر کوي چي په مشرانو او ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي په ډير وخت کندهار ته نه راځي؛ تر څو د خلکو ستونزي واوري او دغه راز اکثره خلک خپل وکیلان پېژني هم نه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...