د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چي دا پېښه تېره شپه د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې رامنځته سوې ده.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسٔول د دغي پېښي د تاييد ترڅنګ وايي، دا پېښه د ناړۍ ولسوالۍ د باټاس په کلي کي رامنځته سوي ده او وژل سوى طالب قوماندان جهان نومېدی او دغه راز په دي پېښه کي يو کوچنی هم ټپي سوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون