سږ کال د فواید عامي ریاست ۹۲ سلنه عادي بودیجه مصرف کړي

خبر    سید حمید هاشمي

د کندهار د فواید عامه ریاست مسولین وايي، لويي پروژي يې د کندهار –اروزګان او دوراهي او هوايي ډګر تر منځ د غځیدلي سړک جوړیدل دي چي کارونه يې تر ډيره بشپړ سوي دي.

بلخوا د اطلاعاتو ریاست مسٔولین وايي، په راتلونکي کال کي به د هغه تاریخي ځایونه د ترمیم چاري پیل کړي چي د نړیدو له خطر سره مخ دي.

د کندهار د فواید عامې او اطلاعاتو کلتور ریاست مسٔولینو  خبریالانو ته د خپلو تیرو او راتلونکو کارونو په اړه معلومات ورکړه.

د فواید عامي ریٔس انجنیر عبدالمحمد احسان: ((چي سږکال يې د عادي بودیجي ۹۲ سلنه برخه مصرف کړې چي په مرسته يې د ځینو مهمو رغتیزو پروژو کارونه سوي دي، د کندهار دشاولیکوټ او ارزګان تر منځ د غځیدلي سړک کارونه د ۳۸ میلوینه افغانیو په لګښت  روان دي چي په جوړیدو به يې خلک له ډيرو ستوزنو خلاص سي. ددي تر څنګ د ښار د دوراهي څخه بیا تر هوايي میدان پوري د غځیدلي سړک کارونه هم ۹۰ سلنه بشپړ سوي دي)).
دغه راز احسان وايي، چي د کندهار- هرات، ښوراک او ارغستان او د ښار د جنوبي بای پاس د سړکونو جوړول يې د راتلونکي کال په لومړیتوبونو کي دي.

بلخوا د اطلاعاتو کلتور ریٔس فضل باري بریالي وویل چي په تیرو دوو نیمو میاشتو کي يې د کندهار د موزیم نامعلوم تاریخي اثار د لرغون پوهانو په مرسته تثبیت کړي او هم يې تر څلور کلنو وروسته یو ځل بیا د ازادی مطبعه فعالعه کړي ده. د میرویس نیکه د مقبرې ترمیم او د رسنیو د څار او اصلاح کمیټې جوړول يې مهمي لاسته راوړني دي.

خو هغه وویل چي په راتلونکي ۱۳۹۷ کال کي به د ځینو هغو تاریخي ځایونه ترمیم استملاک تر سره کړي چي اوسمهال د نړیدو او له منځه تلو له خطر سره مخ دي.
په کندهار کي ۴۵ تاریخي ځایونه سته خو تر اوسه د هیڅ یوه څخه يي هم د سیلانیانو له لاري عاید نه ترلاسه کیږي.

ددي تر څنګ نارنج ماڼۍ او د احمدشابابا کلا هغه تاریخي ځایونه دي چي ځیني برخي یې د له منځه تلو او غصب له خطر سره مخ دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...