يوه سوداګر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور سي وايې، چې نن سهار يې دوه کانټينرونه مال چې په يوه بار وړونکي موټر کې بار دي، د نيمروز د خاشرود ولسوالۍ په غورغوري سيمه کې د طالبانو له خوا درول سوى دى.
ده زياته کړه، کابو ١٥٠ نور موټر هم په دې سيمه کې د لارې پر سر په دې موخه درول سوي چې طالبانو ترې د ګمرک په توګه د محصول ورکولو غوښتنه کړې ده.
دى وايي، دا موټر تراوسه پورې ولاړ دي او موټرچلوونکي د طالبانو پرېکړې ته منتظر دي، چې څومره اندازه محصول ترې واخلي.
د خاشرود ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسٔول ویلي چې له څلورو ورځو راپدېخوا طالبانو د زرنج – دلارام په لويه لاره په دهمزنګ سيمه کي د دلارام ولسوالۍ د مرکز په ٣٠ کيلومترۍ کي يو زنځير اچولى او هغه باروړونکي موټر چي له دې لارې تګ راتګ کوي، د خپل نوي جوړ سوي ګمرک له لارې ورڅخه پيسې اخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون