یاد چارواکي وایې، چی یاد کسان د قتل، وسله والو غلاوو، د مخدره توکو د خرڅلاو، د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی او ورته نورو جرمونو په تور د هرات ښار د امنیتی حوزو د پولیسو له لوری نیول سوي دي.
امین الله امین د هرات ولایت د امنیت سرپرست آمر :(( په یاده موده کی دوی د وسله والو مخالفینو په وړاندي هم د دي ولایت په مختلفو ولسوالیو کي عملیات تر سره کړي چی په خبره یې و سله والو ته یې ګڼ شمیر مرګ ژوبله هم اړولي ده.
د ښاغلی امین په خبره دوی د مرکزي چارواکو د لارښوني سره سم د ښکاري وسلو او د امنیتي ځواکونو د یونیفورمونو د خرڅلاو دوکانونه هم ټړلي او توکي یې ضبط کړې دې.
د ده په خبره د یادو وسلو او کالو څخه په ډیرو جنایې پیښو کي کاراخیستل کیدی.
د هرات ولایت امنیتی چارواکي خپل د هڅو د ګړندي کیدو او د مجرمینو د نیولو خبري په داسی حال کي کوي چي په دا ورستیو کي په هرات کي ددي ترڅنګ چي وسله والي غلاوی ډیری سوی، هدفی وژنو هم زور اخیستی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون