د کندهار پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځۍ مرستیال محمدصادق حریفال د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي هم مهمي بولي او وايي چي په حقوقو او سیاسي پوهنځۍ کي ېې تر خپله وسه له محصلینو سره په عملي برخه کي کار کړي دی.
او اوس به د کندهار ولایت مقام په همکارۍ د شرعیاتو او حقوق پوهنځیو لپآره حقوقي او قضايي کلینک جوړ سي چي په خبره يې محصلین به پکښي عملي زده کړي وکړي.
دي وايي له دې کاره يې هدف دادي چې زده کوونکي ډېر څه په خپلو سترګو وویني او د زده کړو اړوند مسایل يې په حافظه کې کښيني.
پر همدې مهال محصلین د پوهنتون له یاد اقدام څخه خوښ دي او وايي چي اوس به وکولای سي چي د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي هم تر لاسه کړي، او د زده کړو ظرفیت به يې لا لوړ سي.
دوی وايي په یاد کلینک کي به د تمثیل په واسطه وکولای سي چي څه ډول په محاکمو کي کار وکړي، چي دا کار خپله د بیکارۍ په راټيټولو کي مهم رول لري.
باید وویل سي چي کندهار ولايت به د هيواد په کچه دوهم ولایت وي چي حقوقي کلینیک پکښي جوړيږي. تر دې وړاندي په هرات ولایت کي هم د محصلينو لپاره حقوقي کلینیک جوړ سوی دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون