خبريال: مېلاد (حميدي)
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کي د داعش او طالب وسله والو تر منځ له تېرو شپږو ورځو راهيسي نښتي رواني دي.
د مالوماتو له مخي تراوسه له شلو پورته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړي سوي دي. ولايتي شورا د يوې خبري ناستي پر مهال ويلي، تراوسه سيمي ته افغان ځواکونه نه دي رسيدلي او اندېښنه ښيي، که په وخت جګړې مهار نه سي، داعش ډله به د خوګياڼو په نيولو سره د کابل-جلال اباد لويه لار وتړي.
دوی له مرکزي حکومت غوښتي، ترڅو هر څه ژر په ياده ولسوالۍ کي پراخ عمليات پيل کړي. ولايتي شورا د يوې خبري غونډي پرمهال وويل، تردې دمه افغان ځواکونه سيمي ته نه دي رسيدلي او اندېښنه ښيي که حالات ژر کنټرول نه سي، د داعش له لوري د خوګياڼو په نيول کيدو سره به دغه ډله د کابل-جلال اباد لويه لار وتړي.
وکيلان وايي، هر څه ژر بايد مرکزي حکومت د جګړې د مهار لپاره په دغه ولسوالۍ کي پراخ عمليات پيل کړي. ځايي چارواکي بيا دغو نښتو کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي شمېر ۱۲ تنه ښيي او زياتوي، د ملکي وګړو سربيره دواړه وسله والو ډلو ته هم زيانونه اوښتي. د دوی په وينا امنيتي ځواکونه د حالاتو کابو کولو لپاره له خپلو ځايونو مخکي تللي او له بې ځايه سوو کسانو سره د مرستو لړۍ روانه ده.
داعش په خوګياڼيو کي پر داسي مهال له طالبانو سره جګړي کوي، چي پچيراګام، اچين،کوټ او يو شمېر نورو ولسواليو کي يې افغان ځواکونو پر وړاندي عمليات پيل کړي دي، اوس به وکتل سي، چي د خوګياڼيو د جګړو د مهار لپاره د حکومت اقدمات به څه وي.