خبريال: نور پښتون
د کندهار امنيتي چارواکو د وسله والو هغه ادعاوي رد کړې، چي ګويا د معروف ولسوالۍ سقوط کړی.
د سرحدي ځواکونو د واکنش قوماندان وايي، سيمه په بشپړه ډول د افغان ځواکونو په لاس کي ده او وسله والو ته يې درنه مرک ژوبله اړولې ده. وسله والو طالبانو ادعا کړې وه، چي د کندهار د معروف ولسوالۍ په بشپړ ډول ددوی په لاس کي ده.
افغان سرحدي ځواکونو د وسله والو طالبانو د هغه ادعا وروسته چي ګويا معروف ولسوالۍ ته يې سقوط ورکړی له سرحدي سيمو څخه دغه ولسوالۍ ته د جګړې لپاره ولاړل. د سرحدي ځواکونو د واکنش قوماندان سمونوال جانان وايي، ولسوالۍ ته په رسېدو يې له وسله والو سره په جکړه کي ۲۵ وسله وال وژلي او هغه پوستې، چي تاکتيکي شاتګ يې کړی وو، بيرته ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، سيمه اوس په بشپړ ډول د افغان ځواکونو په لاس کي ده او د وسله والو د ځپلو لپاره عمليات روان دي. جانان وايي، د وسله والو څخه د عملياتو پرمهال په زياته اندازه وسلې او مهمات تخريب سوي دي. د يادوني وړ ده، چي د تيري شپې را هيسي وسله والو دغه ولسوالۍ ته د ننوتو ادعا کول، خو افغان ځواکونه د وسله والو دغه ادعا د تبليغاتي جګړې يوه برخه بولي.