پکتيا او پکتيکا کي د ۳۰ ميليونو افغانيو په لګښت دوې ودانۍ جوړيږي

په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کي د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو ودانيو جوړولو چارې پيل شوې.

يادې ودانۍ په پکتيا کي د کوچيانو د امريت او پکتيکا کي د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ اړوند دي. د پکتيا په مرکز ګردېز کي د کوچيانو امريت لپاره د ودانۍ جوړولو کار پيل شو او د مسوولينو په خبره تر راتلونکو اتو مياشتو پوري به يې چاري بشپړي شي.

د کوچيانو عمومي رئيس دلاور فيضان وايي، چي تر دې وړاندي د کوچيانو لپاره د ناستي او جرګې مشخص ځای نه و او ددې ودانۍ له جوړېدو سره به د کوچيانو رسمي کارونه په اسانۍ ترسره کيږي. فيضان وايي، چي دا ودانۍ د ماليې وزارت په ۱۲ ميليونه افغانۍ جوړېږي او ژمنه يې وکړه، چي راتلونکي کال به د پکتيا د کوچيانو امريت، رياست ته لوړ کړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...