د روغتيا مسئولين: په کندهار کي د پوليو واکسين کمپاين د وروستيو جګړو له امله نور هم محدود سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح

په ټول هيواد کي په روان ميلادي کال کي د پوليو ۵۶  پيښي ثبت سوي دي، چي ۳۸ يې يوازي په جنوبي حوزه کي دي.

په کندهار کي د روغتيا ریاست مسئولين وايي، دا ځل د پوليو په وړاندي د واکسين کمپاين د جګړو له امله لا ډېر محدود سوی دئ.

په جنوب کي د پوليو ضد د عاجلو اقداماتو مسئول ډاکټر عبدالقيوم پخلا وایي، په کندهار کي دوی د خپل هدف څخه ۶۸ سلنه کوچنيانو ته لاسرسی لري، خو د جګړو له امله ۳۲ سلنه کوچنيان ور څخه پاته کېږي.

هغه وایي، د دوی هدف (۵۶۷۰۰۰) پينځه لکه اووه شپېته زره کوچنيان دي، خو د ۳۸۵۰۰۰ زره کوچنيانو ته لاس رسی لري او ۱۸۱۰۰۰ زره کوچنيان ور څخه پاته کيږي، چي دا د دوی د هدف ۳۲ سلنه دي.

هغه وایي، ځيني تعلیم یافته کسان هم غواړي چي خپلو کوچنيانو ته واکسين ورکړي.

ځیني ديني عالمان وایي، د پوليو واکسين د اسلام له نظره هيڅ ستونزه نه لري، نو بايد د هيواد ټوله وګړي خپلو کوچنيانو ته د پوليو واکسين ورکړي، تر څو هغوی په راتلونکي د ګوزڼ او معلوليت څخه وژغورل سي.

دوی وايي، په دغه موخه یې په جوماتونو کي هم خلګو ته توصيه کړې ده او په راتلونکي هم پلان لري، څوخلک دې ته وهڅوي، چي خپلو کوچنيانو ته واکسين ورکړي.

دغه راز قومي مشران هم وايي، دوی پخپله د واکسين کمپاينونه کړي دي.

بلخوا د کندهار والي حيات الله حیات بیا وایي، په هغه سيمو کي چي د روغتيا مسولين کولای سي کور په کور واکسين وکړي، بايد ټول خلک خپلو کوچنيانو ته واکسين ورکړي.

هغه وايي، ځيني دولتي ادارې لکه، د ښځو چارو ریاست، د سپورټ امریت، اطلاعات او فرهنګ ریاست، د کليو او پراختيا ریاست، د پوهني ریاست او نورو بايد د روغتيايي مسولینو سره تفاهم ليک لاسليک کړي، چي د پولينو په برخه کي به کار کوي او خلک به د پوليو واکسین ته تشويقوي.

د والي په خبره، دغه ادارې به هره مياشت د پوليو واکسين لپاره غونډه کوي او تر څنګ به یې يوه رسمي کمېټه هم د ردو کورنيو لپاره جوړوي، چي د ارتيا په صورت کي به په جبري ډول هغوی اړ کوي، څو خپلو کوچنيانو ته واکسين ورکړي.

کندهار په ټول هيواد کي دوهم ولايت چي د پوليو ډېري پيښي پکښي ثبت سوي دي، د ټولو پيښو شمېر يې ۱۴ دئ، هلمند هم لومړی ولايت ډئ، چي د پوليو ۱۶ پيښي پکښي ثبت سوي دي.

په تيرو څو کلنو کي  روان ۲۰۲۰ ميلادي کال د پوليو په برخه کي تر ټولو خونړی کال شمېرل کیږي، چي لامل يې جګړې او د کرونا ويروس له امله د واکسين د کمپاين ځنډېل وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...