رپوټ: مهتمم صالح
ډېر وخت په کندهار کي د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکي شکايت کوي، چي په لاره کي پوليسو پاټکونه جوړ کړي دي او له دوی څخه په زور پيسې اخلي.
دوی اوس هم وایي، چي ستونزه يې لانه ده حل سوې او په لاره کي لا هم پوليس ډېري پیسې ځیني اخلي.
دغه موټروانان وايي، که پوليسو ته پيسې ور نه کړي، پر موټرونه يې ټکان کوي او دوی هم وهي او سپکي سپوري ورته وایی.
د دوی په خبره د نورو ولايتونو تر څنګ د کندهار له ميونده تر دامان ولسواليو تر پايه پوري د پولیسو هره پوسته غير قانوني پيسې ځیني اخلي، چي دوی يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
بلخوا د کندهار والي حيات الله حيات هم ياده ستونزه مني خو وایي، چي موټروانان دي د ده شخصي شمېرې او يا هم د شکاياتو (۲۱۰) شمېرې ته شکايت وکړي، څو دوی يې پر وخت مخه ونيسي.
هغه وايي، دوی په دغه اړه يې د لاري په اوږدو کي د ټولو ولسوالیو د ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره خبري کړي دي، چي هغوی هم د ستونزو د حل ژمنه ورسره کړې.
حيات وايي، د دوی لويه موخه دا ده، چي کندهار ته هر څوک راځي باید د هغوی سر او مال خوندي وي، چي اوس هم د امينتي ځواکونو سره پر دغه موضوع کار کوي، څو يادي ستونزي حل کړي.
د کندهار تر څنګ زابل، فراه، هلمند، غزني او يو شمېر نور هغه ولايتونه دي، چي د لاري په اوږدو کي يې پوليس له موټر چلوونکو څخه پيسې اخلي.
د موټر چلوونکو په خبره، چي په ساعتونو ساعتونو دوی هري پوستې ته انتظار وي، چي پر مهال يې د اميتي پيښو سره هم مخ وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون