د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزی د افغانستان په اړه د شانګهای د سازمان د تماس د ډلي په جوړېدونکي غونډه کي، د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی.
ښاغلي کرزي تېره سه شنبه مسکو ته په رسېدو پر خپل ټويټر په دې غونډه کي خپل ګډون ته په اشارې ليکلي، يو مهم ابتکار د رامنځته کيدو په حال کي دی، دا چي دا مهم ابتکار به څه وي، نوموړي يې په اړه جزييات نه دي ورکړي.
خو په راپورونو کي ويل سوي چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي مسکو کي د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال ايګور مورګلوف سره کتلي دي. د روسيې ايترتاس خبري اژانس د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت په حواله ويلي چي په دې ليدنه کي دواړو لورو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبري وکړې او روسي لوري په افغانستان کي د پخلايني لپاره د پراخو نړيوالو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ.
د يادوني وړ ده، چي په مسکو کي له دې غونډې وروسته، د راتلونکي دوشنبې په ورځ د عمان په مرکز مسقط کي، د افغانستان په اړه د چين، امريکا، پاکستان او افغانستان په ګډون، څلور اړخيزه غونډه جوړېږي.