کندهار روغتیا ریاست ته د کورونا مهم وسایل ورکول سوه

رپوټ: مهتمم صالح

نن د کندهار د عامي روغتيا رئیس موسی جان سلطاني خبريالانو ته وویل، چي د ولسي جرګې د غړو په مرسته يې د عامي روغتيا ریاست څخه ۲۲ پايي د مصنوعي اکسېجن ماشينونه يا وينټلاټورونه او يو د کورونا د معاينات ماشين يا PCR راوړی دئ، چي د پي سي ار ماشين به د عينومېني روغتون ته ورکړل سي او د اکسېجن ماشينونه به لس دانې ميرويس روغتون، لس د عينو مېني روغتون او پاته دوې به د سپين بولدک روغتون ته ورکړل سي.

سلطاني وايي، دغه ماشينونو ته د کندهار په روغتيايي سکټور کي ډېره اړتيا وه، نو د يادو ماشينونو په راوړلو سره به دغه اړتيا تر يوې اندازې کمه سي.

دغه په ولسي جرګي د کندهار د خلکو استازی سيد مقتدا ميران وايي، د کندهار د عامي روغتيا په پخوانی رهبرۍ کي د مديريت د ضعب او فساد له امله د ياد ولايت روغتيايي سکټور ته پاملرنه نه کېدل، خو اوسنۍ رهبري یې کولای سي، د کندهار د روغتيا په برخه مثبت تغيرات راولي.

هغه وايي، دوی هم په هره برخه کي د عامي روغتيا او پوهني رياستونو سره همکاره دي، څو په دغه سکټورونو کي سته ستونزي له منځه ولاړي سي.

د کندهار د ولايتي شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال هم خوښي وښودل چي دغه ماشينونه د کندهار د روغتيا ریاست ته  ورکول سوي دي.

هغه وايي، دوی د روغتيا په برخه کي د هر پرمختګ ملاتړ کوي، خو مسولين دي هم تر وسه کار وکړي.

د دې تر څنګ د کندهار مرستيال والي حاجي اغالالی دستګري وايي، ولايتي اداره د روغتيا ریاست ملاتړ کوي، څو په روغتيايي سکټور کي سته ستونزي له حل سي.

د کندهار د عامي روغتيا رياست مسولين وايي، له دې وروسته به په حوزوي لابراتوار کي د عادي معاينات کيږي او په میرويس روغتون کي به د پي سي ار ماشين په مرسته د کرونا معاينات ترسره کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...