رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال د ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي وویل، په کندهار کي د دوا کیفیت ډېر کښته سوی دئ خو بیه ئې لوړه سوې ده.
هغه وايي، دوی په دغه اړه يو هیئت ټاکي تر څو د دواوو څارنه وکړي او د هغه دواوو مخه ونيول سي، چي بې کيفيته دي.
خاکرېزوال وايي، که دوا پلورونکي د درملو کيفيت ته پاملرنه ونه کړي، دوی به د ولس په مرسته ټول درمل له ګدامونو را وباسي او و بې سوځي.
هغه د عامي روغتیا ریاست څخه هم غوښتنه وکړه، چي دې برخي ته پاملرنه وکړي.
دغه راز خاکرېزوال وايي، د پاکستان حکومت دي د چمن او سپین بولدک لاره د سياست نه قرباني کوي، ځکه د دغه لاري څخه ډېره استفاده عام خلګ کوي.
هغه وايي، دوی په دغه باره کي د پاکستان د کونسل سره هم لیدلي دي او هم دغه موضوع يې ورسره شريکه کړې ده، تر څو لار د تګ راتګ له پاره دایمي خلاصه سي.
د ولايتي شورا د رئیس په وينا، د يادي لاري تړل د دواړو غاړو د خلګو له پاره لويي ستونزي جوړوي.
د ولايتي شورا رئیس بله موضوع د ازادۍ د ورځي ياده کړه او وې ویل، چي بايد د جګړې ښکېل اړخونه د ازادۍ ورځي په احترام دايمي اوربند اعلان او بین الافغاني خبري وکړي.
هغه وويل، که اوربند ونه سي د سولي خبري ګټه نه کوي، باید اول اوږد مهاله اوربند وسي او بیا د سولي خبري پيل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون