رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار پريس کلب کي د کرهڼی پوهنځي هغه محصلان چي د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته انتقال سوي، په يوه اعتراضيه غونډه کي وویل، چي دوی نه سي کولای دغه پوهنتون ته رسيدګی وکړي، ځکه دغه پوهنتون له دوی څخه ډېر ليري دئ او بله دا چي د دوی امنيت او اقتصاد ته تاوان رسېږي.
محصلان وايي، د دې تر څنګ چي په لاره کي ستونزي زیاتي دي، په پوهنتون کي هم د پاکو اوبو، بريښنا، کتابتون او نورو امکانو نه موجودیت د ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه راز ښځينه محصلاني وايي، چي د عنعنوي ستونزو تر څنګ د دوی امنيت هم په خطر کي دئ او ورسره ځانګړی ترانسپورټ هم نه لري، نو ځکه ښايي د دوی څخه پوهنتون پاته سي.
محصلان زیاتوی، دوی د کندهار په پوهنتون په تمه زده کړي پیل کړي، نو غوښتنه کوي، چي د کرهڼي پوهنځی دي بيرته کندهار پوهنتون ته انتقال سي.
د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون مرستيال فواد احمد احساس وايي، دوی امکاناتو ته په کتو محصلانو ته اسانتياوي برابري کړي دي.
هغه وايي، دوی د ولايت مقام سره په همږغي د ملي بس د تصدۍ څخه د بسونو غوښتنه کړې، څو د محصلانو د ټرانسپورټ ستونزه حل کړل سي، چي هغوی هم دا مهال اته ملي بسونه ورکړي دي.
احساس وايي، دوی پنځوس سلنه محصلاونو ته د ټرانسپورټ زمينه برابروي او پنځوس سلنه ته بیا د ليليې خدمات وړاندي کوي، چي ښايي کرار کرار سل سلنه محصلانو ته د لیليې خدمات وړاندي کړي.
د احساس په خبره د محصلينو د امنيت په موخه یې د امنيتي ارګانونو سره خبري کړي دي.
د يادولو وړ ده، چي محصلين وايي، دوی ۱۱۰۰ کسان دي، چي د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته تبدیل سوي خو، د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون مسولين وايي، چي د دغه پووهنځي محصلين اته سوه کسان دي، چي دوی کولای سي، په تدريجي ډول د دوی ټولي ستونزي حل کړي او د دوی د اقتصادي ستونزو د حل په موخه ورته کرنيزي مځکي په اختېار کي ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون