رپوټ: خالد همت
په کندهار کي کله کله د دوبي په موسم کي هم بې وخته بارانونه کیږي، چي مېوو ته سخت تاوان رسوي او د دې تاوان مخنیوی هم نه کېږي، چي بزګران او باغوانان يې سخت اندېښمن کړي دي.
پرون د کندهار په ځینو ولسوالیو کي بارانونه سوي دي، چي باغوانان يې د مېوو له پاره زیانمن بولي.
کروندګر وایي، په دغه وخت کي بارانونه د کښتونو له پاره خطر لري او د کرهڼي ریاست څخه غوښتنه کوي، چي له دوی سره لازمي لارښووني شریکي کړي چي باید څنګه خپلي مېوې له بارانونو وساتي تر څو خرابي نه سي.
بلخوا د دغه ولایت د کرهڼي ریاست د نباتاتو او کرنتین مدیر ذبیح الله زیارمل هم وایي، په دغه موسم کي د بارانونو اورېدل د کښتونو له پاره خطر دئ او وایي بزګران باید په باغونو کي پخه مېوه پرې نه ږدي.
زیارمل وایي، باغوانانو ته یې مشورې ورکړي دي او هغوی باید داسي موسم ته په کتو پخې مېوې په درختو کي پرې نه ږدي.
د کرهڼي ریاست مسئولین وایي، د بارانونو له اورېدو سره دوی په ولسوالیو کي د بزګرانو له پاره ټیمونه استولي، تر څو هغوی ته لارښووني وکړي چي څنګه د بارانونو په موسم کي خپلي مېوې له باران او اوبو څخه وساتي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون