رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار ډېرو کسانو پر کورونا وايروس باور نه درلودئ، چي ډېرو فعاله ځوانانو یې لامل د کندهار د عامي روغتیا رياست ضعيف مديريت او د دغه وايروس سره د مبارزې په برخه کي فساد ګڼي.
اوس د کندهار د عامي روغتيا ریاست او عينو مېني روغتون له پاره نوي سرپرست رئيسان وټاکل سوه.
د عامي روغتيا مرستيال موسی جان سلطاني د عامي روغتيا رياست سرپرست او ډاکټر داود فرهاد د عينو مېني روغتون د سرپرست رئیس په توګه وټاکل سوه.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منيب وایي، مخکنی سرپرست محمد طاؤس اشرف نادري او د عينو مېنې روغتون رئيس عبدالرشيد الکوزی د عامي روغتيا وزارت ته خدمتي تللي دي.
د عامي روغتيا وزارت د ولايتونو رئيس محمد ناصر فوشنجي مني، چي د کندهار د عامي روغتيا ریاست پخوانۍ رهبري د مديریت د ضعف سره مخ وه او نه يې سوای کولای چي خلګو ته د کورونا وايروس په اړه باور ورکړي، نو ځکه د عامي روغتیا وزارت مناسبه وګڼل چي اشرف نادري او عبدالرشيد الکوزی مرکز ته خدمتي وغواړي او پر ځای يې موسی جان سلطاني او ډاکټر داود فرهاد وټاکي.
ټاکل سوي سرپرست رئیسان هم وایي، لومړيتوبونه يې د روغتيا په برخه کي پرمختګونه دي.
د عامي روغتيا سرپرست موسی جان سلطاني وايي، هيچاته اجازه نه ورکوي، چي د روغتيا په برخه کي فساد وکړي.
هغه وایي، هڅه کوي، چي ژر د کندهار پر ميرويس روغتون لوډ کم کړي او تر څنګ یې په بانفوسه ولسواليو کي د روغتونونو جوړولو پلان لري.
ډاکټر داود فرهاد هم وایي، هڅه کوي، چي د عينو مېنو روغتون د بقا له پاره کار وکړي.
د کندهار ډېر خلګ په دې باور دي، چي د عامي روغتيا پخوانۍ رهبري، ولايتي ادارې او د کورونا د تداروکاتو کمېټې د کورونا سره د مبارزې په سل ميليونو افغانيو کي فساد کړی، چي څه موده مخکي په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازو هم دغه ادعاوي درلودې.
د دې تر څنګ د رسنيو د راپورونو له مخي د کندهار د عامي روغتيا پخوانی سرپرست اشرف نادري د فساد په تور لويي څارنوالۍ ته معرفي سوی دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون