رپوټ: خالد همت
افغانان ټول په دې باور لري چي په افغانستان کي جګړه د حل لار نه ده او یوازي سوله کولای سي دا شل کلنه جګړه ختمه کړي.
خو له دې سره ـ سره بیا هم جګړو زور اخیستی او تر پخوا ډېري سوي دي، چي زیان یې هم تر ډېره افغانانو ته رسېږي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، کله چي د سولي خبري نږدې سي جګړه او بریدونه زور اخلي چي ښه مثال يې د هلمند، سمنګان او ځینو نورو ولایتونو خونړۍ پيښي دي.
دوی وايي، باید دواړي خواوي بین الافغاني خبري پيل کړي او نور جنګ بس کړي.
دوی وایي له امریکا سره د هوکړي له مخي، طالبان پر دې مکلف دي چي تاوتریخوالی به کموي او سولي ته د رسېدو هڅي به کوي.
دوی وایي، تر ټولو ښه خبره دا ده چي افغانان باید خپل منځ کي کښېني، موضوع حل کړي او اجازه ور نه کړي چي تر دې وروسته د جګړې د دوام له پاره نوري پلمې پيدا سي او بهرني استخبارات د افغانانو په سرنوشت دوامداره لوبه وکړي.
دوی زیاتوي، افغانان بېله سولي بله لار نه لري نو لازمه ده چي تر خپلو شخصي ګټو تېر سي او سوله وکړي.
وسله والو طالبانو په دې وروستیو کي ویلي چي ځیني لوی بریدونه یې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو د بریدونو په عکس العمل کي کړي دي.
دوی ویلي چي حکومت باید پنځه زره طالب زندانیان پخوا لا خوشي کړي وای، خو په دې برخه کي لا هم ستونزي جوړیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون