رپوټ: مهتمم صالح
دوی وایي، سږ کال د پروسږکال او نورو کلونو په پرتله انګورو ډېر مرض کړی دئ، چي د دوی انګور يې خراب کړي دي.
باغ لرونکي وايي، هغه درمل چي د سپېرغوږي مرض له پاره په بازار کي خرڅېږي، ښه کيفيت نه لري، چي دوی څو ځلي پر خپلو باغونو پاشلي دي، ګټه یې نه ده کړې.
دوی زیاتوي، دغه درمل انګورو ته هيڅ فايده نه کوي، نو د کرهڼي رياست دي د دوی سره د انګورو د سپېر غوږي د دواوو مرسته وکړي.
خو د کندهار د کرهڼي رئیس وايي، دوی هم مني چي انګورو سپېر غوږی کړی، خو تر اوسه کوم چا د انګورو د سپېرغوږی په اړه شکایت نه دئ ورته کړی.
هغه وایي، د دغه مرض د ورکېدو له پاره تر ټولو ښه وخت د انګورو د تاک بيرۍ وخت دئ، چي په هغه وخت کي دوا باندي وپاشل سي، نو بيا ښه نتيجه ورکوي.
په کندهار کي پر شل زره او نهه سوه هکټاره مځکه باندي انګور کرل سوي دي، چي د کرهڼي ریاست مسئولين وايي، سږکال به شاوخوا درې لکه ټنه انګور تر لاسه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون