رپوټ: خالد همت
نن د سرطان ۲۲ د شهید احمد ولي خان کرزی په یاد کي د ولایتي شورا په نوبتي غونډه کي د دغه شورا د غړو له خوا د شهید احمد ولي خان روح ته دعا وسوه.
دغه راز د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال وویل، شهید احمد ولي خان کرزی د کور کلي او دافغانستان د ټولو مېشتو قومونو د ستونزو د حل او فصل یوازینی ادرس وو، چي په ملي سطحه به يې مرور بېل سوي کسان سره یو ځای کول.
دی وایي، شهید احمد ولي خان یوازي د کندهار نه بلکي د ټول افغانستان ملي مشر وو او په ملي سطه يې د خلګو په منځ کي جوړ جاړی کول او د خلګو په زړونو کي يې ځای درلودی.
د ولایتي شورا یو بل وکیل محمد یوسف یونسي وایي، که شهید احمد ولي خان کرزی ژوندی وای، د افغانستان سیاست او اقتصاد به په نړیواله کچه پېژندل سوی وای او هیواد به یې له نورو هیوادونو سره سیال کړی وای.
یونسي زیاتوي، احمد ولي خان تعلم ته ډېر وخت ورکړی وو او ډېر ځوانان يې پر وظیفو ګمارلي وه.
ولایتي شورا مسئولین وايي، د شهید احمد ولي خان کرزي په مړینه کي د پاکستان په شمول د یو شمېر هیوادونو لاس وو، ځکه شهید په نړیواله سطحه یو پیژندل سوی کس وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون