د کونړ – نورستان لویي لاري د دوهمي برخي د پخولو کار د ۳۱۵ ميلیونه افغانیو په لګښت سره پيل سو

رپوټ: حکمت الله واقب

که څه هم ډېر خلګ غواړي د نورستان د ښکلاګانو ننداره وکړي، خو دغه ولایت ته له کونړ څخه تللي لار، ۱۰۰ کیلو متره خامه ده چي د سفر له پاره څوک زړه نه ورته ښه کوي.

دولت نورستان ولایت ته د تللي لاري د پخولو له پاره هغه وخت خپلي هڅي لا پسي چټکي  کړې، چي یاد ولایت د افغانستان د درېیم ملي پارک په نامه و نومول سو.

د کونړ – نورستان د لویي لاري د لومړۍ برخي د پخولو کار پروسږ پیل سوی وو او د دوهمي برخي دا یې پرون پیل سو.

د نورستان اوسېدونکي او په ملي شورا کي د دغه ولایت استازي وایي، دا چي نورستان د ملي پارک له غوښتنو سره  سم برابر سي نو د یادي لاري د پاتي برخو د پخولو کار هم باید پیل سي.

په ورته مهال د کونړ – نورستان د لاري موټروانان وایي، پر خامه او ستونزمنه لار سفر کولو ستړي کړي دي، د دوی په خبره که یاده لاره پخه سي نو یاد ولایت ته به سفر کول آسانه سي او ګڼ سیلانیان به نورستان ته سفرونه پیل کړي.
د افغانستان د درېیم ملي پارک په توګه د نورستان له نومول کېدو وروسته د نورستانیانو په ګډون د ډېرو هيوادوالو هیلي ډيري سوي دي، چي یاد ولایت ته به د بیارغوني په برخه کي پاملرنه ډېره سي او نورستان به د ملي پارک د غوښتنو سره سم جوړ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...