رپوټ: مهتمم صالح
په ټوله نړۍ کي د کورونا ناروغۍ له امله لويي غونډي درول سوي دي، چي په کندهار کي هم لويي غونډي نه جوړيږي.
سږکال د انارګل دوديزه مشاعره هم بېله ګډونوالو په انلاين ډول جوړه سوه.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس حکمت الله افغان وايي، د کورونا وايروس له امله ئې و نه سوای کولای چي سږکال د انارګل دوديزه مشاعره د نورو کلنو غوندي د خلګو په پراخ ګډون سره ولمانځي.
هغه وايي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت په هدايت ئې په انلاين شکل د انارګل دوديزه مشاعره جوړه کړه، چي د ۱۵ ولايتونو شاعرانو پکښي ګډون کړی وو.
افغان وایي، د کندهار څخه هم ۳۰ تنو شاعرانو ګډون کړی وو.
شاعران وايي، دا کال د انارګل دوديزي مشاعرې نوی رنګ راوړی وو، چي ګډونوال ئې نه وه، خو خوښ په دې دي چي د پښتو او دری ژبو شاعرانو د انټرنيټ د لاري خپل شعرونه ورسره شريک کړي دي.
دوی وايي، تير کلونه به د کرښي دې خوا او ها غاړي شاعران انارګل ته راتلل.
شاعرانو خپل بېلابيل شعرونه په انار ګل دوديزي مشاعره کي وړاندي کړل، خو ځيني شاعرانو ويل، چي شاعران بايد پر يوې سوژې شعرونه و نه ليکي، بلکي په ازاد ډول خپل د زړه خبري په شعرونه کي وليکي.
د هيواد په ډېرو ولايتونو کي په کال کي يوه لويه دودیزه مشاعره جوړيږي، چي د هيواد د ولايتونو تر څنګ د ګاونډيو هيوادونو څخه هم د ادب او شعر مينوال ورته راځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون