رپوټ: خالد همت
کندهار کي د امنيتي او ترافيکي پيښو له امله زيات وخت ويني ته اړتیا پیدا کېږي، خو اوس د کورونا په خاطر میرویس حوزوي روغتون د ویني له کمښت سره مخ دئ.
د کندهار ميرویس روغتون د امام حسين ويني بانک مسئول حاجي اسدالله وايي، د کورونا ناروغي سره په روغتون کي وینه کمه سوې ده.
دی وایي، مخکي به په زیاته اندازه خلګو د ثواب په نیت د ویني بانګ ته مراجع کول او په مختلفو ځایونو کي به ئې د ویني کمپاین کوي، خو اوس ډېر کسان د کورونا د خطر له امله روغتون ته نه ورځي.
دی وایي، خلګ دي د خير په نيت له ناروغانو سره مرسته وکړي، ځکه دوی ته په ورځ کي زیات ناروغان مراجعه کوي.
وینه اخیستونکي هم وایي، له کورونا وایروس سره په میرویس حوزوي روغتون کي وینه کمه سوې ده او پر وخت نه ورته رسېږي، چي له دې سره دوی د ویني په ستونزه کي دي او ناروغان ئې له مرګ سره مخ دي.
دوی له خلګو څخه غوښتنه کوي، چي میرویس روغتون ته دي د ثواب په نیت مراجعه وکړي، تر څو د یو مسلمان ورور ژوند وژغورل سي.
د میرویس روغتون مسؤلین وایي، مخکي به په ورځ کي تر څلوېښت زیات کسانو روغتون ته مراجعه کول او وینه به ئې ناروغانو ته ورکوله، خو اوس په ورځ کي یو کس هم مراجعه نه کوي او اړتیا هم ډېره ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون