له تيرو څو ورځو څخه په کندهار ښار کي هدفي وژني ډېري سوي دي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، امنيتي ځواکونه دي د ښار امنيت ته پاملرنه وکړي، څو د ښار حالت تر دې ډېر خراب نه سي.
دوی وايي، د ښار امنيت ورځ تر بلي خرابيږي، چي بايد مخنيوی يې وسي.
ښاريان زياتوي، د دغه وژنو له امله د دوی کاروبارونه درېدلي دي او نه سي کولای په سمه توګه کار وکړي، څو خپلو اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي.
دوی غوښتنه کوي، چي د جنګ ښکېل اړخونه دي نور له جنګ او وژنو لاس واخلي، څو خلګ په ارامۍ ژوند وکړي.
وروسته له هغه چي
د امريکا او طالبانو تر منځ د سولي موافقه سوې ده، په هيواد کي د طالبانو بريدونه
او جنګونه تر پخوا هم ډېر سوي دي.
د يادولو وړ ده، چي د چهار شنبې په ورځ سهار په کابل کي د شوربازار يوې ګوردوارې
ته ځانمرګي ننوتلي وه، چي وروسته امنيتي ځواکونو و وژل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون