په کندهار کي د سولي تر توافقنامې وروسته بریدونه نور هم زیات سوي دي

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د یوه توافق له مخي طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي ژمنه کړې ده، خو داسي ښکاري چي په کندهار کي د تېر برخلاف وسله وال بریدونه زیات سوي دي.

په روانه اوونۍ کي وسله والو د کندهار په شپږو ولسوالیو کي سخت بریدونه کړي دي او پر مهال يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، وسله والو طالبانو ان په ښار کي ماین چاودنو، وسله والو او غلچکي بریدونو ته زور ورکړی دئ.

هغه زیاتوي، دا بریدونه د تېر خلاف زیات سوي دي، خو په خبره يې امنیتي ځواکونو يې په دفاعي توګه جواب ورکړی دئ.

څو هفتې دمخه کله چي طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړل، په ځواب کي يې بهرنيو ځواکونو په هلمند ولایت کي هوايي برید وکړ.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، چي بهرني ځواکونه اوس هم له دوی سره په همږغۍ هوايي بریدونو ته اماده دي، خو په خبره يې افغان ځواکونه خپله د مخالفینو د جواب توان لري.

د کندهار عام اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي غندنه کوي او غواړي، چي د سولي له پاره سوې توافقنامه عملي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...