په کندهار ولایت مقام کي د ټولو رسنیو سره د کورونا د مخنیوي له پاره د همږغۍ غونډه وسوه

د کندهار په ولایت مقام کي د کورونا وایروس د مخنیوي له پاره د ټولو رسنیو مسئولانو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د رسنیو مسئولانو، یو شمېر خبریالانو او د عامي روغتیا رئیس هم ګډون کړی وو.

په دې غونډه کي د کورونا وایروس د مخنیوي پر لارو چارو او د رسنیو پر رول خبري وسوې.

د هیواد راډیو ټلوېزیون رئيس صدیق الله خلیق و ویل، باید ټولي رسنۍ په دې برخه کي لازم کار وکړي او معلومات خپاره کړي تر څو خلګ د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي په خاطر جدي اقدام وکړي.

نورو خبریالانو هم وویل، چې د کورونا په اړه یې لازم راپورونه جوړ کړي دي، خو روغتیا ریاست هم باید په دې برخه کي پر وخت له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

دوی وویل، په کندهار کي اوس مهال د روغتیا په برخه کي ستونزي سته او په اکثره ساحو کي ناروغان په ساعتونو ساعتونو ناست وي خو ډاکټران یې نه ګوري.

کندهار والي حیات الله حیات د کورونا وایروس د مخنیوي لارو چارو په برخه کي د رسنیو له دوامداره همکارۍ څخه په منني و ویل، په کندهار کي د کورونا وایروس د مثبتي پېښي ثبت ته په پام د عامه پوهاوي ته اړتیا زیاته سوې ده او په دې برخه کي د رسنیو رول ځانګړي اهمیت لري.

ښاغلي حیات د کورونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي له پاره عامه پوهاوي ته په اشارې له رسنیو وغوښتل، چي په یاده برخه کي ږغیز، تصویري او ویډیويي پیغامونه جوړ او خپاره کړي.

د عامي روغتیا رئیس ډاکټر اشرف نادري هم د کورونا وایروس د مخنیوي له پاره د وقایوي تدابیرو په اړه خبري وکړې او وې ویل، د کورونا وایروس د خطر کمولو، شکمنو کسانو د قرنطین کېدو د څرنګوالي او فردي حفظ الصحي تدابیرو په اړه د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کي لسګونه زره پیغامونه چمتو او خپاره سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...