په خوست کي هم د کورونا ناروغۍ اندیښنې مخ پر زیاتېدو دي

رپوټ: نسیم لېوال

وروسته له هغه چي کورونا ناروغي په چین کي راڅرګنده سوه، په ټولنیزو رسنیو کي خلګو د طنز په شکل ورته کتل، خو اوس د پراخېدو په حال کي ده، آن په افغانستان کي یې هم دوه ویشت مثبتي پیښي ثبت سوي دي. داغه خطر ته په کتو سره د خوست د عامي روغتیا کارکوونکي د مرکز او اړونده  سیمو ته ورځي او عامه پوهاوی هغو کسانو ته ور کوي، چي له هغه هیوادونو راغلي چي د کورونا وایروس زیات پکښي خپور سوی دئ.

د خوست د عامي روغتیا رئیس وايي،  یو شمېر کسانو ته  په کورونو کي د قرنطین هدایت سوی دئ، خو لا هم کومه پېښه له دوی سره نه ده ثبت سوې.

د عامې روغتیا رئیس وايي د کورونا د مخنیوي له پاره یې تدابیر نیولي، خو لا هم یو شمېر ستونزي سته چي کار پر روان دئ.

افغانستان د کورونا وایروس له رسېدو سره د کورونا وایروس د مخنیوي له پاره د هڅو په لړ کي افغان حکومت د راتلونکي څه باندې یوې میاشتې له پاره ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه وتړل.
یو شمېر سرچینو ویلي چي ښایي په کورونا د اخته کسانو شمېر زیات وي، خو حکومت یې له بېري معلومات نه سي خپرولای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...