په کندهار کي د کرکټ بورډ له خوا د داغه ولایت د ۱۲ کلبونو تر مینځ پينځوس آوریز یا یو ورځنی ټورنمینټ دوې میاشتي دمخه پيل سوی وو، چي نن خپلواک لوبډلي وګټی.
د دې ټورنمینټ فاینل ته وطن او خپلواک لوبډلي وتلي وې، چي اول بېټېنګ وطن لوبډلي وکړ او خپلواک ته ئې (۱۰۶) هدف ورکړ.
کله چي د خپلواک لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې د څلورو لوبغاړو په اوټېدو سره ور پوره کړ او لوبه ئې د ۶ ویکیټو په توپير وګټل.
د خپلواک له پاره وقارالله اسحاق (۶۰) منډي وکړې.
د دې ټورنمینټ غوره بېټسمېن (نعمان) وټاکل سو، ځکه ده تر ټولو زیاتي (۴۰۵) منډي وکړې.
غوره بالر احمدضیاء د (۱۶) ویکیټو په خاطر وټاکل سو او غوره آلراونډر وقارالله اسحاق وټاکل سو.
وقارالله په دې سیالیو کي (۲۰۳) منډي او (۱۳) ویکیټه واخیستل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون