رپوټ: خالد همت
د حوت پر شلمه په ټول هیواد کي دنیال ایښولو کمپاین پیل سوی دئ.
د کندهار اوسېدونکي وایي، مسئولین دي د ښار پاکوالي او چاپیریال ته پاملرنه وکړي او په ښار و ولسوالیو کي دي نیالان کښېږدي.
دوی وایي، په ښار کي هر کال د کرهڼي ریاست، ښاروالي او نورو ادارو له خوا نیالان ايښول کېږي، خو وروسته ئې ساتنه نه کیږي.
دوی له مسئولو او خلګو څخه غوښتنه کوي، چي په ښار او نورو سیمو کي چي نیالان ایښول کېږي، باید پر وخت اوبه ورکول سي او ساتنه ئې وسي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، هر افغان دا مسئولیت لري چي د ثواب او وطني میني په خاطر یو یو نیال په ښار او سیمه او یا هم په مېله ځایونو کي کښېږدي، چي له دې سره به له یوې خوا ښار ښکلی وي او له بلي خوا به چاپيریال هم پاک ساتل سوی وي.
په کندهار کي د کرهڼي ریاست مسئولین وایي، د ښار د ښکلا له پاره یي یو لک نیالان په مختلفو برخو کي ايښي دي او څلویښت زره نیالان نور هم په پلان کي لري، چي په ځینو دولتي دفترونو، پوهنتونونو، روغتونونو، ښوونځیو او داسي نورو ساحو کي توضیح کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون