رپوټ: غلام فاروق رسولي
د کوید-۱۹ وایروس چي د کرونا وایروس د کورنۍ څخه دئ، د مخنیوی او کنټرول له پاره ئې د هرات آمبولانس چارواکو زرو کسانو ته هغه بستې ورکړې، چي ماسکونه او د لاس مینځلو توکي پکښي موجود ول.
د هرات آمبولانس مشر محمد ابراهیم محمدي، په خبره د دې کار څخه ئې هدف دا دئ، چي د کرونا وایروس د دې نوي ډول سره چي په هرات کي ئې مثبته پېښه ثبت سوې مبارزه وکړي او د خلګو د لا اخته کېدو مخه ونیسي.
ښاغلی محمدي وایي: باید ټوله پانګه وال په دې شرایطو کي د خلګو سره مرستي وکړي او د احتکار کوونکو سره مبارزه وکړي.
هرات مېشت د هرات آمبولانس دا کار ستایي او وایي: په داسي شرایطو کي چي احتکار کوونکي د خلګو له مجبوریته څخه ګټه اخلي، د ماسکونو او لاس مینځلو توکو وېشل خلګو ته لویه مرسته ده او د پانګه والو غواړي چي د دې لړۍ سره همکار سي.
هرات چي په افغانستان کي د کورونا وایروس نوی ډول لومړۍ پېښه ۱۲ ورځي دمخه پکښي ثبت سوه، تر اوسه ۵۴ نوري مشکوکي پېښي هم پکښي ثبت سوي دي، چي د ټولو نتیجه منفي سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون