کندهار: نيال اکاډمۍ د وړکتون له دورې ۲۹ کوچنيان فارغ کړل

خبريال: محمد يار (مجروح)

په کندهار کې د نيال اکاډمۍ د وړکتون  څخه ۲۹ تنه کوچنيان فارغ او د ښوونځي زده کړي يې پيل کړې.

دغه غونډه چي په عينو صالون کي د احمد شاه ابدالي شرکت به ملاتړي جوړه سوي وه، پکښي د کندهار د مرستيال والي ترڅنګ د پوهني رئيس برخه اخيستې وه. په کندهار کي د نيال اکاډمۍ د وړکتون د برخي څخه ۲۹ تنه کوچنيان فارغ او ښوونځي ته اماده سول. د دغه اکاډمۍ مسؤل نثار احمد ازاد وايي، دا څلورمه دوره ده، چي له وړکتون څخه کوچنيان فارغيږي او د ښوونځي زده کړي پيلوي.

هغه زياته کړه، چي کوچنيانو ته د زده کړو د زمينې د برابرولو په برخه کي د ولايتي ادارې ترڅنګ، پوهني رياست او خپله د کوچنيانو کورنيو ورسره ډېره همکاري کړې ده. دی وايي، ژمن دي چي کوچنيانو او نورو زده کوونکو ته به په هره برخه کي د معياري زده کړو اسانتيا برابروي.

په دغه غونډه کي د کندهار اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب وويل، په هيواد کي د کوچنيانو د روښانه راتلونکي او تعليم لپاره ټول والدين بايد د خپلو اولادونو تعليمي برخي ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ښاغلي منيب د کوچنيانو ښه روزنه مهمه وبلل او په دغه برخه کي يې د ولايتي ادارې له اړخه د مرستي ډاډ ورکړ.

پرهمدې مهال د پوهني رئيس وويل، د تعليم په برخه کي به لا هم هڅي زياتوي او په نږدې راتلونکي کي به د درسي پياوړتيا او تعليم ته د خلکو د لاښه لاسرسي په موخه د پنځو نوو ښوونځيو د بنسټ ډبره کښېږدي.

د نيال اکاډمۍ د فراغت غونډي په وروستيو کي د وړکتون څخه فارغه زده کوونکو ته د فراغت پاڼو ترڅنګ د مرستيال والي عبدالحنان منيب له لوري د نيال اکاډمۍ استادانو ته د ولايت مقام له لوري برابر سوي ستاينليکونه هم ورکول سوه. د يادولو وړ ده، چي دغه غونډه د احمد شاه ابدالي شرکت په مالي ملاتړ تر سره سول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...