رپوټ: مهتمم صالح
کندهار ښاريان وایي، د هيواد سياسيون دي تر خپلو شخصي ګټو تېر سي او ملي ګټي دي په نظر کي ونيسي، څو هيواد د بحران لور ته ولاړ نه سي.
ښاريان وايي، تېر ځل هم تر ټاکنو وروسته د چوکۍ پر سر جنجالونه وه، چي زيان ئې ټوله افغانانو وليدئ.
دوی وايي، سياسيون بايد تېري تجريبې بيا تکرار نه کړي او يو داسي واحد حکومت رامنځ ته کړي، چي ټول افغانان ونډه پکښي ولري.
دوی وايي، په هيواد کي اکثره سیاسیونو خپلي ګټي په پام کي نيولي دي، خو ملي ګټو ته هيڅ پاملرنه کوي، چي په دې سره ښايي هيواد د بحران لور ته ولاړ سي او زیان به ئې ټول عام ولس ورسېږي.
ټاکل سوې وه، چي په پنجشنبه به د ولسمشرۍ له پاره لوړه کيږي، خو ارګ وایي، دغه مراسم د سولي او ځینو نورو موضوعاتو په پام کي نیولو سره ځنډول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون