رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي په لومړي ځل د ماسکونو بيي ډېري لوړي سوي دي.
ښاريان وايي، مخکي به د يوې کوتۍ ماسک بیه پنځوس افغانۍ وه، خو اوس يوه کوتۍ په زر افغانۍ سوې ده، چي بايد بیرته ئې بيي را کښته سي.
دوی وايي، د عامي روغتيا ریاست دي په دې اړه اقدام وکړي او خلګو ته دي دغه ماسکونه توضع کړي، تر څو خلګ له ناروغيو څخه هم وژغورل سي.
دوی وايي، هر ځل چي کوم څه ته د خلکو اړتيا ډېره سي، تجاران ئې بيي لوړي کړي.
خو د ماسکونو خرڅونکی حيات الله شرافت وايي، د ماسکونو لويي کمپنۍ په چين کي وې، خو اوس چين خپله هڅه کوي، چي له نورو هيوادونو څخه ماسکونه ټول کړي، ځکه د ماسکونو بيي ډېري پورته سوي دي.
هغه وايي، په بازار کي هم د ماسکونو تقاضا ډېره سوې ده، چي دا هم د ماسکونو پر بيو اغېزه کوي.
دغه راز د کندهار د عامي روغتيا مرستيال ډاکټر موسی جان سطاني وايي، د عامي روغتيا رياست ماسکونه لري، خو هغه يوازي دومره دي، چي روغتيا پالان ورڅخه استفاده وکړي.
دی وايي، په هرات کي د ماسکونو يوه کمپنۍ وه، چي د زرګونو ماسکونو د جوړېدو ظرفيت ئې درلودی، خو د ځينو ستونزو له امله تړل سوې ده.
د هغه په خبره، خلګ کولای سي د يوه پاک ټوکر څخه هم ماسک جوړ کړي، څو د خپل ځان او روغتيا ساتنه وکړي.
د کرونا وايروس د مخنيوي له پاره ماسک تړلو ته اړتيا ډېره ليدل کيږي، خو د روغتيا مسئولين وايي، خلګ کولای سي، د نظافت مراعتولو سره هم د کرونا وايروس مخنيوی وکړي او خلګ دي له پاک ټکر څخه ماسکونه جوړ کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون