کندهاریان: امنیتي ځواکونه دي د خلګو سره ښه رويه وکړي، تر څو خلګ باور ورباندي وکړي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار ښار اوسېدونکي د سرتيرو د ورځي په مناسبت وویل، امنيتي ځواکونه دي د خلګو سره ښه چلند کوي، څو د خلګو باور تر لاسه کړي او هغوی ملاتړ وکړي.

دوی وايي، دا چي سرتيري د خلګو د سره او مال ساتنه کوي، نو د خلګو له پاره هم په کار ده، چي د دوی ملاتړ او حمايت وکړي.

دوی وايي، سرتيري قرباني ورکوي، نو دولت او خلګ بايد د دوی قربانۍ او سرښندني ته د عزت په سترګه وګوري او د هغوی د کورنیو سره مرستي وکړي.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات وايي، دوی د سرتيرو د ملاتړ اړوند بېلابېل پروګرامونه لري، څو هغوی لا خپلو دندو ته تشويق سي.

دی وايي، د ديني عالمانو تر څنګ د کندهار ولايت ټول اوسېدونکي د سرتيرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د هغوی په ملاتړ ئې بېلابېل پروګرامونه نيولي دي.

دا چي په هيواد کي د تاوتريخوالي د کمېدو اوونۍ هم ده، خلګ وايي دولت دي د سرتيرو په ډول وروزي څو هغوی د دې جوګه سي، چي د هيواد ساتنه وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...