د سوریې شل دولتي سرتېري د یاغیانو تر ولکې لاندي په سیمه کي وژل سوي دي

د روسیې د هوايي ځواک او ترکي ځواکونو په مرسته د سوریې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ جګړو مسکو او دمشق د سوریې په کورنۍ جګړه کي نور هم ښکېل کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارونکي ډلي د راپور له مخي د سوریې شل دولتي سرتېري د یاغیانو تر ولکې لاندي په سیمه کي وژل سوي دي.

روسي او ترکي چارواکو تائید کړې، چي د ادلیب په شمال لویدیځ کي په دې جګړه کي ۱۱ حکومت پلوي سرتېري، ۱۴ د ترکیې پلوي وسله وال او ۲ ترکي سرتېري وژل سوي دي.

په روسیه کي د جګړې د اړخونو د پخلایني مرکز په یوه راپور کي ویلي، چي په دې جګړو کي د روسیې د هوايي ځواک ۲۴ ډوله الوتکو هم برخه درلوده او ترکیې چي د وسله والو یاغیانو ملګرې ده، هم ځوابي حملې کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...