افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولي له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پرون په ارګ کي وکتل.
د ارګ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په دې کتنه کي د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کي د تاوتریخوالي د کمېدو پر موافقې خبري وسوې.
د خبرپاڼي له مخي ولسمشر غني او ښاغلي خلیلزاد د سولي د پروسې د مدیریت او په افغانستان کي د جګړې د پایته رسېدو پر لارو چارو خبري وکړې.
ارګ وایي، چي ښاغلي خلیلزاد په دې اړه چي د تاوتریخوالي تر کمېدو وروسته کوم ګامونه اخیستل کيږي، ولسمشر ته معلومات ورکړل.
ویل کيږي چي د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه موافقه به د رواني فېبروري په وروستیو کي لاسلیک سي او د هغې تر لاسلیک کېدو مخکي په یوه اوونۍ کي به تاوتریخوالی کمېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون