د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه هوکړه به د رواني فېبروري په پای کي لاسلیک سي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک کېدو خبره په دې وروستیو ورځو کي ډېره ګرمه سوې، خو هيڅ یوه لوري ئې تر اوسه کره نېټه نه‌ ده معلومه کړې.

د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه هوکړه به د رواني فېبروري په پای کي لاسلیک سي.

دا خبره په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کړې ده.

ښاغلي شاهین ویلي چي د دغي هوکړي له مخي به له افغانستانه ټول بهرني سرتېري وځي او تر لاسلیک وروسته او د بین‌ الافغاني خبرو تر پیلېدو دمخه به شاوخوا پنځه زره طالب بندیان خوشي کيږي.

امریکایي لوري تر اوسه په دې اړه او د کېدونکي هوکړي د نورو جزئیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو له طالبانو سره د هوکړي د لاسلیک له پاره‌ ئې شرط دا دئ، چي د یوې اوونۍ په موده کي به طالبان جنګونه کموي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...